بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٢٠ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
