میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې امید وطن لوبډلې د ٢ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد تکانه لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
