کابل کې له ۲۰۰ څخه زیاتو پهلوانانو ترمنځ د زورخانه‌يي غېږنيونې سیالې پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۱۷
کابل کې له ۲۰۰ څخه زیاتو پهلوانانو ترمنځ د زورخانه‌يي غېږنيونې سیالې پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د زورخانه ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د ۷ کلبونو څخه له ۲۰۰ څخه د زیاتو پهلوانانو ترمنځ د زورخانه‌يي غېږنيونې سیالۍ د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې، چې د روانې میاشتې تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ، په دوه عمري کټګوريو نويو ځوانانو او ځوانانو کې د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې غوره لوبغاړي د دې سياليو راتلونکو لوبو ته غوره شي.

د ويلو ده، چې د دې سياليو له پيل وړاندې د ياد فدراسيون د مسوولینو له لوري په دې سياليو کې برخه اخیستونکو ورزشکارانو ته د زورخانه‌يي غېږنيونې د اصولو او مقرراتو په اړه سمینار وړاندې شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS