کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې
د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق.ا.ني، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، لیکوال او شنونکی استاد اسماعيل يون او د ورزش ادارې د رهبري غړي راغلي وو.
د دغو سياليو په اوومه ورځ دوې لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې اسلامي اردو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بیا کام اير لوبډلې هم خپلې سيالې اتحاد لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.
د يادونې وړ ده، چې د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د يوې اوونۍ راهيسې په دوو ګروپونو کې د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوي، چې د راتلونکې لړم میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.
