خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال درېيم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵
خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال درېيم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په ستر کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال درېيم پړاو سيالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې تڼيو الف لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۵٫۰۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS