کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې له کابل څخه آريانا، خراسان او افغان کينګ لوبډلو او د کاپيسا يوې لوبډلې ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې افغان کينګ لوبډلې ته د ۱۰/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ به دوام وکړي، په پايله کې به يې ۱۲ ورزشکاران د کابل رګبي لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل رګبي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي؛ چې په پای کې به يې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته کپ او مډالونه ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، ورزش ادارې د رهبري غړو، د رګبي ملي فدراسيون سرپرست عبدالباري ګزنګ، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS