ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۹:۴۹
ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ښېوې ولسوالۍ په سلام پور سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پيليزه لوبه د سلام پور او بډيالۍ مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سلام پور لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې بډيالۍ لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې ۹ ويکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

BACK TO NEWS