غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندړ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شه..يد زوی لوبډلې خپلې سیالې اتحاد ميري لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
