بدخشان؛ شيوه دښته کې د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۸
بدخشان؛ شيوه دښته کې د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ارغنج خوای ولسوالۍ په شيوه دښته کې د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې شغنان ولسوالۍ ورزشکارانو د ۲۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، راغ ها ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او يفتل ولسوالۍ ورزشکارانو د ۱۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

BACK TO NEWS