میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ٤٠٠ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې وحدت الله لومړى، محمد اشرف دويم او عبید بیا درېيم مقام خپل کړ.
