هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هلمندي اتلانو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې هېواد افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
