کندز؛ مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ، چې یوه لوبډله د یاد زندان وه د والیبال سیالۍ وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې قاري خبیب لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او د کندز ښار لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
