هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۴
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې هلمندي ستورو لوبډلې خپلې سيالې ډاکټر محمد خان لېسې لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالمې بوختيا په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS