د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک کې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې باميان ولايت ورزشکارانو لومړی، کابل ولايت دويم او لوګر ولايت ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
