د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره مساوي کړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۳۳
د فوټسال ملي لوبډلې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنیټال جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له روسیې سره ۳ – ۳ مساوي کړه.

دغه سیالۍ کې اکبر کاظمي، رضا حسین پور او فرزاد محمودي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

افغان ملي لوبډله به خپله څلورمه لوبه سبا( پنجشنبه) د کابل پر مهال مازیګر ۳:۳۰ بجې له نیوزیلنډ سره وکړي.

دغه سیالۍ د اګسټ پر لومړۍ پیل شوي او تر شپږمې به دوام وکړي، چې کوربه ټایلنډ ،افغانستان، روسیه، ویتنام او نیوزلنډ فوټسال لوبډلې هم پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شاروالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمال ناصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د مهترلام روغتیايي علومو انسټیټوټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS