مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه ورځ ده چې د ډېرو سترو قربانیو او سرښندنو وروسته ترلاسه شوې ده.

مولوي احمدالله وثیق زیاته کړې، د آزادۍ ورځ دا پیغام لري، چې د افغانستان مجاهد ولس د خپلو دیني مقدساتو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس وویل، په دې مناسبت زرګونه ورزشکاران راټول شوي او د ورزشي او ولسي نندارو له لارې دا تاریخي ورځ نمانځي.

نوموړي د ورزش ادارې له ټولو مسؤولینو څخه هم مننه وکړه، چې د اسد ۲۴مې د نمانځلو لپاره یې د دې سترې ورزشي غونډې په برابرولو کې هڅې کړې دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS