تخار؛ مرکز تالقان ښار کې ۶۰ ورزشکارانو ته د استعداد موندنې تمريني کمپ پای ته ورسېده
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې له بدخشان، کندز، بغلان او تخار ولايتونو د ۶۰ ورزشکارانو ته د واليبال استعداد موندنې لومړی پړاو تمريني کمپ پای ته ورسېده.
د ياد تمريني کمپ موخه په ولايتونو کې د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ۲۵ غوره ورزشکارانو موندل و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
