غور؛ دولت یار ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت یار ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې هريرود لوبډلې خپلې سيالې خراسان لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
