هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې آزاد اخلاقي لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې امید جاوېدان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
