کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲۱
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له تجهيزاتو د پاورلفټينګ لسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۵۳ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به يې ۹۵ تنه د پاورلفټينګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه راتلونکو بهرنيو سياليو ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ټاکنيزو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلواني فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د دې ادارې مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ورزش فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د پاورلفټينګ فدراسيون رئيس نور احمد سخي زاده، د ورزش ادارې مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه ملي لوبډلې او بهرنيو سياليو ته غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

ارزگان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مرکزی لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې لس تنه د پکتیکا ولایت د. . .

BACK TO NEWS