ارزگان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مرکزی لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې مرکزی لوبډلې د ۳ پر یو ميدان په توپير خپلې سيالې دهراود لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
