غور؛ چهارسده ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارسده ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې امنیه قومندانۍ لوبډلې خپلې سيالې وحدت خفک لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
