تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د مرکز تالقان په ښاروالۍ چمن کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
