زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې هریرود الف لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې شیخ مټي ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
