لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا ۲۹ ورځې مخکې پيل شوې وې د قرغيو بازار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې قرغيو بازار لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې عزيز خان کڅ لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې عزيز خان کڅ لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.
