میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کی د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د اتحاد ستوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد ستورو لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې باغک ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
