زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٨ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد واسر احمد کلب ورزشکارانو لومړی او استاد ارشاد کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
