کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرادي ګروپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مرادي ګروپ لوبډلې د ۲۵ پر ۲۰ نمرو په توپیر خپلې سیالې انصاف ګروپ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
