سرپل؛ الج. هاد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په الج. هاد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نجوم الج.هاد لوبډلې خپلې سيالې خوال کوهستانت لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
