میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګ ولایت په کوربهتوب د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي د طلايي کمربند پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې له کابل، غزني، دایکندی، بامیان، کاپیسا، لوګر، زابل او میدان وردګ ولایتونو څخه ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې کابل لومړی، بامیان دویم او زابل بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ قوت الرمي ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
