کابل؛ د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ نهه ویشتمه او دېرشمه لوبه کې سرسبز یاشلر او سرځ پوشان خافي لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۱
کابل؛ د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ نهه ویشتمه او دېرشمه لوبه کې سرسبز یاشلر او سرځ پوشان خافي لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د افغانستان اتلانو لیګ فوټبال سیالیو په دوام کې نن سرسبز یاشلر له خدیم اف سي او سرخ پوشان خافي له استقلال کابل لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

د دغو سیالیو په پایله کې سرسبز یاشلر لوبډلې د ۲ پر یو ګول خدیم اف سي ته او سرخ پوشان خافي د ۶ پر صفر ګول استقلال کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د فوټبال فدراسیون له لوري له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي چې ۱۸ ورځې به نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS