اتحاد مرکز لوبډلې د پروان پوهنتون د محصلینو ټولنې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۰:۲۴
اتحاد مرکز لوبډلې د پروان پوهنتون د محصلینو ټولنې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د پروان ولایت د سپورت امریت او والیبال فدراسیون له لوري په پروان پوهنتون کې د محصلینو جام سیالۍ چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې، د اتحاد مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

په دغو سياليو کې د اتحاد باميانو، اميد فردای شيخ علي، بندامير باميان، اتحاد مرکز، ساحل، اتحاد جوانان، متحدين، اتحاد شمال، اتحاد بدخشان او جوانان سرخ لوبډلو برخه اخيستې وه او درې ورځې يې دوام وکړ.

پای لوبه د اتحاد مرکز او بند امیر بامیان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې وکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې د ګډون کوونکو مسوولينو له لور‎ي ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۶
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image

بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS