بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کود برق لوبډلې خپلې سیالې ازادۍ لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې ۶۶ ورځې به دوام وکړي.