ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۱۲
ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استارولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې مرکزي لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې صداقت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د پهلواني ملي لوبډله د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې له اتو مډالونو سره د دویم مقام ګټونکې شوه

د پهلواني ملي لوبډلې د ``محمد ابراهيم مصطفی``په نوم د پهلوانۍ ۳۶ م پړاو نړیوالو سياليو په انفرادي برخه کې دوه د سرو رزو، درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونه وګټل او په ټیمي برخه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۲۴
Background image

غور؛ تولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د تولک ولسوالۍ په تګاب اشنان سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۸
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS