ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استارولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مرکزي لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې صداقت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.