ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۹:۱۸
ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په دهراود ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي ازاد زلمي لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته ازاد زلمي او اتحاد لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه ازاد زلمي لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورنو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۸۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ته اتحاد لوبډلې په یادو اورونو کې دغه هدف پوره نشوای کړی او په ۵۹ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ ۴۰ ورځې وړاندې پیل شوې وې او موخه یې له نشه یي موادو سره د ځوانانو مبارزه یاده شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS