ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د خوشحال اختریز جام په نوم د ټېنس بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېنس بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د خوشحال اختریز جام په نوم د کرکټ سیالۍ له لسو ورځو وروسته د سعادت ساتونکو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سعادت ساتونکو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې سعادت ساتونکو په ټاکلو لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه خو افغان اتلانو لوبډلې یاد هدف پوره نه شو کړی او لوبه یې وبایلله.
شرف الدین شرافت د ۲۴۰ منډو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو غوره توپ وهونکی او نصیراحمد د ۲۱ ویکټو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو غوره توپ اچونکی ونومول شول.