ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۸ جوړو لوبې مساوي او ۸۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
