ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د دانش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پايلوبه کې دانش او النصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه النصر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې دانش لوبډلې د ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د يادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.