ارزگان کې د دريوو کلبونو ورزشکارانو له لوري د بېلابېلو ورزشونو نمايشات ترسره شول

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د دریوو کلبونو ورزشکارانو له لوري د فري فايټ، فول رزم او جمناسټیک جالب نمايشات ترسره شول.
په دغو نمايشاتو کې ولسي مخورو، ورزشي مسؤلينو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو، چې په پای کې ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.