ارگ؛ د رياست الوزراء د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيونو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل 

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۲۵
ارگ؛ د رياست الوزراء د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيونو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل 

د رياست الورزاء د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيون هغه شپږ تنه ورزشکاران، چې د جنوبي کوريا له سياليو څخه يې ۱۴ بېلابېل مډالونه راوړي وو، د يوې ليدنې په ترڅ کې تقدير کړل. په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري، د تکواندو فدارسيون رئيس ډاکټر نجيب الله سکندر، روزونکی بشير ترکی او ځينې نور مسولين شامل وو. 

د ليدنې په جريان کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع خوښي څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران نه يوازې په بهرنيو سياليو کې ګډون کوي؛ بلکې د نړۍ په سطحه له يادو سياليو څخه مډالونه او وياړونه هم راوړي. نوموړي د تکواندو فدارسيون مډال راوړنکو ورزشکارانو او روزونکو ته مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې تل به د ورزش حمايت کوي او کوښښ به کوي، چې د ورزشکارانو لپاره هم په کور دننه او هم په بهرنيو سياليو کې غوره فرصتونه برابر شي. ښاغلي ډاکټر عبدالواسع افغان ورزشکاران په نورو هيوادونو کې د افغانستان سفيران ياد کړل او هيله يې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. 

په دې ناسته کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق هم خبرې وکړي، نوموړي د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د بوديجې، بهرنيو سياليو کې د ګډون لپاره لوبغاړو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او په مرکز او ولايتونو کې د همغږۍ زياتوالي پر اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه  مطرح کړل.  

ورپسې د تکواندو فدارسيون رئيس داکټر نجيب الله سکندر او د تکواندو لوبډلې غړي محسن رضايي خبرې وکړې، وې ويل: د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې لوبغاړي په دې کچه مډالونه ګټي. 

 شپږ تنو افغان تکواندو کارانو د جنوبي اسيا په سياليو کې ګډون کړی و، چې نږدې د ۶۰ هيوادنو لوبډلو پکې برخه اخيستې وه، افغان تکواندو کاران وتوانېدل، چې له يادو سياليو څخه ۱۴ مډالونه وګټي، چې دوه پکې د طلا، ۳ د نقرې او ۹ د برنزو مډالونه شامل وو. همدا ډول د يادې لوبډلې روزونکي بشير ترکي د ۶۰ هيوادونو د روزونکو ترمنځ د غوره روزونکي لقب هم وګاټه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS