اسیايي ژمنۍ المپیکي سیالۍ، افغان ورزشکار په لومړنۍ لوبه کې لسمه درجه خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۳
اسیايي ژمنۍ المپیکي سیالۍ، افغان ورزشکار په لومړنۍ لوبه کې لسمه درجه خپله کړه

د اسیا په ژمنیو المپیکي سیالیو کې، چې د چین هیواد په کوربتوب د ۳۶ اسیایي هیوادونو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې دي، افغان ورشکار په لومړنۍ لوبه کې لسم مقام خپل کړ.

احمد مجتبی حبیبزي په لومړۍ سیالۍ کې د سلوپي سټایل په کټګورۍ کې ښه وځلېد او د آسیا د لسو غوره سنوبورډرانو په ډله کې یې ځای خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په نماینده ګي په دغو سیالیو کې درې ورزشکارانو او د فدراسیون رئیس محمد داود ګارکر ګډون کړی دی، چې پاتې دوه نور ورزشکاران به هم د راتلونکو دوو ورځو په اوږدو کې د هف پایپ برخې سیالیو کې ولوبیږي او د لومړي ځل لپاره به خپل حضور په دغو سیالیو کې ثبت کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS