افغانستان به له اندونیزیا سره تدارکاتی لوبه وکړی افغانستان

افغانستان به له اندونیزیا سره تدارکاتی لوبه وکړی افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۱۶مه له اندونیزیا سره تدارکاتی لوبه وکړي. دغه لوبه به د فیفا په رسمي ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شي. په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپل تمریناتي کمپ د نومبر په اتمه په انتالیا او بیا د نومبر په ۱۶مه به اندونیزیا پر وړاندې لوبه ولری . دغه تمريناتي کمپ او لوبه به بې له شکه د آسيا جام د غوراوي پړاو کی د پياوړي حضور لپاره د ملي لوبډلې پر چمتووالي ډېر اغېز ولري. د فوټبال فدراسیون هوډ لري چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره چمتووالي په موخه د آسیا کپ د غوراوي پړاو سیالیو پای ته رسېدو پورې ملي لوبډله ښه چمتو کړي.