افغانستان نیوزیلینډ نه په ماتې خوړلو سره له نړیوال جام څخه بهر شو.

دغه لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په ۲۰ اورونو کې نیوزیلنډ ته ۱۲۵ هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې نجیب الله ځدراڼ ښه وځلید او ۷۳ منډې یې جوړې کړې.
د لوبې په دویمه نیمايي کې نیوزیلینډ خپل ۲ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او د سیالۍ بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د يادونې وړ ده، چې څلور لوبډلې چې بل پړاو ته يې لار موندلې له لومړي ګروپ څخه انګلستان او اسټراليا او له دويم ګروپ څخه پاکستان او نيوزيلنډ دي.
د ویلو دي چې افغانستان په دې پړاو سیالیو کې له ۵ لوبو څخه دوه بریاوې او درې ماتې یې ثبت کړي.