افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې زیمبابوې ته په دویمه ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغانستان زیمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې رحمت شاه ۱۵۸ او عصمت عالم ۱۰۱ منډې جوړې کړې او له نورو لوبغاړو ښه وځلېدل. دغه راز راشد خان دافغانستان په ګټه ښه توپ اچونه وکړه او د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه او افغان لوبډلې د دویمې لوبې په ګټلو سره یاده لوبلړۍ ۱-۰ په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د زیمبابوې په کوربتوب په درې فارمټونو (شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) کې پیل شوې وې، چې درې واړه لوبلړۍ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.
