افغان جودو کار احمد صمیم فیض زاده سبا له خپل اتریشي سیال سره لوبه کوي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۶:۵۱
افغان جودو کار احمد صمیم فیض زاده سبا له خپل اتریشي سیال سره لوبه کوي

د پاریس د المپيکي لوبو په لړ کې

افغان جودو کار احمد صمیم فیض زاده سبا ماسپښین له خپل اتریشي سیال واچیدبورچا شویلي سره د لوبې ډګر ته ښکته کيږي.

په ۲۰۲۴ نړیوالو المپیکي سیالیو کې له ۲۰۶ هیوادونو څخه ۱۰ زرو او ۵۰۰ ورزشکارانو کډون کړی او په ۳۲ بېلابېلو ورزشي څانګو کې ترسره کیږي.

د يادونې ده، چې سږ کال المپیکي سیالۍ د فرانسې په مرکز پاريس کې د زمري په پنځمه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې، چې د روان ميلادي کال د اګست میاشتې تر یوولسمې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS