افغان غر ختونکي شریف احمد صفار په ایران کې د ګُرده آلمان‌ها لوړه څوکه طی کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۰:۵۹
افغان غر ختونکي شریف احمد صفار په ایران کې د ګُرده آلمان‌ها لوړه څوکه طی کړه

د هرات د غر ختنې فدراسیون استازی شریف احمد صفار په ایران کې د ګرده آلمان‌ها ۴۸۵۰ متره لوړې څوکې ته ختلی دی.

ګرده آلمان ها په ایران کې د غر ختنې یوه له سختو او مسلکي لارو څخه ده، چې ۴۸۵۰ متره لوړوالی لري او په لومړي ځل د اشتیناور او گورتر په مشري د آلمان د غر ختنې ټیم له لوري په ۱۳۱۵ لمریز کال کې پرانیستل شوه.

ښاغلی شریف احمد صفار د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غر ختنې فدراسیون استازی او د پامیر غر ختنې کلپ سرپرست د هېواد یو له تجربه لرونکو غر ختونکو څخه دی چې د غر ختنې بېلابېلې دورې یې په ایران کې تېرې کړي دي.

همداراز ښاغلی صفار دویم افغان غر ختونکی دی چې، یادې لوړې څوکې ته خېژي. له دې مخکې علیرضا ولایتي هم د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په ۴مه نېټه دغې لوړې څوکې ته ختلی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS