افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۸:۴۲
افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

د افغان غېږ نیونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.

له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.

همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۴۳ ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په غړک سیمه کې له اتو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په اخلاص کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۳
Background image

ميدان وردگ کې د اتو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له اتو ولايتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS