افغان فوټسال ملي لوبډلې په دوهمه دوستانه سيالۍ کې هم له مراکش څخه ماتې وخوړله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۳:۲۲
افغان فوټسال ملي لوبډلې په دوهمه دوستانه سيالۍ کې هم له مراکش څخه ماتې وخوړله

د افغان فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوالو جام سیالیو ته د لا ښه چمتووالي په موخه له مراکش ملي لوبډلې سره د دوو دوستانه سياليو لوبلړۍ ترسره کړه، چې په دواړو سياليو کې له ماتې سره مخ شوه.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې مراکش لوبډلې ۱/۴ او په دوهمه لوبه کې بيا ۲/۵ گولونو په توپير افغان فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او ياده لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام د ازبيکستان هېواد په کوربتوب د روان ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې د ۲۴ هېوادونو ترمنځ پيل شي، چې افغان فوټسال ملي لوبډله به په C گروپ کې له ارجنټاين، اوکرين او انگولا لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ناوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سردار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS