افغان ورزشکارانو د رستمي غېږ نيونې نړۍ‌والو سياليو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۹
افغان ورزشکارانو د رستمي غېږ نيونې نړۍ‌والو سياليو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل

د رستمي غېږنیونې افغان ورزشکارانو د رستمي غېږ نيونې ۲۳م پړاو نړۍ‌والو سياليو په آزاد سبک کې هر يو ميرويس ابراهيمي او کريم الله عليزي د برنزو مډال خپل کړ او د دغو سياليو درېيم مقام ګټونکي شول.

يادو سیالیو کې ميرويس ابراهيمي د مالديف او ايران او کريم الله عليزي د هانکانګ او هند سيالانو ته پرلپسې ماته ورکړه؛ خو دواړو د خپلو تاجکستاني سيالانو پر وړاندې ماته وخوړه او د برونزو مډالونه يې وګټل.

دغه سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب په پلازمېنه فجيره ښار کې د ۳۵ هېوادونو په ګډون، د ليندۍ پر پنځمه په آزاد او کلاسيک سبکونو کې پيل شوي او د همدې مياشتې تر اتمې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS